دا چې د ښځو تیښته جرم نه دی، نو ولې ۷۰فیصده لا بندیانې دي؟

په دې وروستیو کې د ولسي جرګې د بشري حقونو او د ښځو د چارو کمیسیون، د ښځو د چارو او د عدلیي وزارتونو چارواکو دا ومنله، چې له کوره د افغان ښځو تښتیدل جرم نه دی او۷۰ په سلو کې بندي میرمنې له کوره د تښتیدو په تور بندیانې دي.

همدا راز دوی په دې خبرو کې ویلي، باید هغه میرمنې چې په دې تور د افغانستان په بندیخانو کې بندیانې دې خوشي شي.

پخوا تر دې د بشري حقونو د څار نړېوالې ادارې هم ویلي وو، چې له کور څخه د تښتیدو په تور باید افغان ښځو ته جزا ورنه کړل شي.

دا، چې څومره دا مسله قانوني ده او تر کوم ځایه د منلو وړ، نو دا به په دې ګردي میز سره وڅیړو.

په بحث کې مونږ سره میلمانه دي هر یو:

۱- د افغانستان د د ښځو د ټولنې مشره میرمن فتانه ګیلاني.

۲- په ولسي جرګه کې د خلکو استازې ډاکټر ګلالی صافی.

او د بحث کوربنه حمیده هارون عثمان ده:

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ راډیو د اوونۍ بحث