د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو او د لغمان ګڼ شمېر اوسېدونکو نن د امريکايي فلم پر ضد سوله ييزه مظاهره وکړه.
دوی د یوې مودې لپاره د کابل ننګرهار لویه لاره هم وتړله او له امریکا څخه یې وغوښتل، چې د دې فلم جوړونکي محاکمه کړي.
دغه راز د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې په الينګار ولسوالۍ کې هم سلګونو کسانو د دې فلم پر ضد سوله ييزه مظاهره وکړه.
بل خوا د جوزجان پوهنتون له زرو څخه زياتو محصلينو د دې پوهنتون په انګړ کې د امريکايي فلم پر خلاف، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى شوى، غونډه وکړه او دغه عمل يې په کلکه وغانده.
تردې وړاندې په کابل او یو شمېر نورو ولايتونو کې هم د دې فلم پر ضد مظاهرې شوي دي.