نورستان: په کامدیش کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده

د نورستان چارواکي وایی، چې په کامدیش ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده، چې تر اوسه نهه تنه وسلوال وژل شوي او درې سیمه ییز پولیس ټپیان دي.

د نورستان امنیه قومندان غلام الله نورستاني ازادي راډيو ته وویل، چې نښته نن سهار پنځه بجې پیل شوی او لا هم دوام لري.

نوموړي وویل، چې د وسلوالو مخالفینو شمېر کابو زرو تنو ته رسیږي او د پاکستاني استخباراتو په ملتیا یی جګړه پیل کړې ده.

خو وسلوال طالبان بیا په دې نښته کې د سیمه ییزو پولیسو د وژلو ادعا کوي، چې دولتي چارواکي دا ادعا نه مني.