مصر: هغه ۷تنه عیسویان دې محاکمه شي چې د اسلام پر ضد یي فلم جوړ کړی

د مصر لوې څارنوال د هغو اوو (۷) تنو قبطي عیسويانو د محاکمې غوښتنه کړې

د مصر لوې څارنوال په مصرکې د هغو اوو (۷) تنو قبطي عیسويانو د محاکمې غوښتنه کړې، چې د اسلام پر ضد یي فلم جوړ کړی او په متحده ایالاتو کې ژوند کوي . د دغه فلم د خپریدو له امله په اسلامي نړۍ کې شخړې راپورته شوي دي.

څارنوالانو دا اوه تنه مصریان دین ته د سپکاوي، د مصر د تجزیي د هڅو او فرقه یي شخړو د رامنځ ته کولو په تورونو تورن کړی دي.

څارنوالان وایي، دا کسان د فلم په تولید، تکثیر او خپرولو کی په یوه او بل ډول لاس لري. دوي وایي، دا کسان به په غیاب کي محاکمه شي او ممکن د مرګ په سزا محکوم شي.

په تورنو کسانو کي مصري ټبری ناکولا باسیلې چي د امریکا د کلیفورنیا ایالت په جنوب کي ژوند کوي، د فلم په جوړولو تورن دی.

ددغه فلم پر ضد اعتراضونو کي په اسلامي هیوادونو کی لږ ترلږه ۱۹ کسان وژل شويدي.

لومړنۍ مظاهره د سپتمبر په ۱۱ مه د مصر په مرکز قاهرې کي پیل شوې وه.