هیلري کلنټن، "سوچي يي" ته د بهرنیو چارو په وزارت کې ښه راغلاست ووایه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن امریکا ته د برما د حکومت د مخالفې مشرې اونګ سان سوچي یي د دري اونیو د سفر په پیل کې، د سې شنبې په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې هغې ته ښه راغلاست ووایه.

ټاکل شوې وه، چې کلنټن او د سولې د نوبل جایزې وړونکي سوچي یي به په برما کې د سیاسي بدلونونو او په دې هېواد باندې د امریکا د متحده ایالاتو د اوږدې مودې لګول شوي اقتصادي بندیزونو د لیري کولو په اړه خبرې وکړې.