د ناتو عمومي منشي اندیرس فوغ راز موسین د سې شنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندې د حملو د زیاتېدو له امله، په دې هیواد کې د ناتو او افغان ځواکونو ځیني عملیات کم شوي دي.
رازموسین وایي، دا اقدامات “احتیاطې او موقت” دي . ده په ټینګار سره وویل، د افغانستان لپاره عمومي ستراتیژي په خپل ځای ده.
د سې شنبې د ورځې په لومړیو کې د ناتو په مشرۍ ایساف ځواک ویلي، د خبري رسنیو هغه راپورونه غلط دي، چې وایي، ناتو له افغان ځواکونو سره ګډ پوځي عملیات بند کړي دي.
ایساف وایي، یوازې ځينې عملیات په ځینو سېمو کې، د پوځ له لیکو څخه په بهرنیانو باندې د حملو د ګواښونو د زیاتېدو له امله د موقت وخت لپاره کم شوي.
د ناتو په مشرۍ ايساف ځواکونه دغه راز وایي، دا ګواښونه د اسلام پر ضد د یوه فلم د خپریدو له امله زیات شوي.
ایساف دغه راز وایي، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورو او مرستې دوام ته په مطلق ډول ژمن دي.