ایساف په باسشن اډې باندې د حملې په تور یو طالب قومندان نیولی دی

ایساف ځواکونه د وسله والو طالبانو له هغو قومندانانو څخه یې یو نیولی چې په هلمند کي یې د برتانوي ځواکونو پر یوې اډې یې د څو ورځو مخکې برید کې لاس درلود.

ایساف نن په یوه رالیږلي، خبر پاڼه کي ویلې چې نیول شوي کس په دې مرکز د حمله کوونکو ملاتړ کړی و.

د جمعې په ورځ وسله والو طالبانو په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په باسشن اډې په داې حال کې حمله وکړه چې د بریتانیا شهزاده هري هم په کې و.

ایساف وايي، په دې حملې کې یې دوه عسکر ووژل شول، اته یې ټپيان او شپږ جنګي الوتکې یې په بشپړه توګه ویجاړې شوې.