روسیه به ډیرژرله هغو هیوادونو سره یوځای شي؛ چې پر یوټیوب یې محدودیتونه لګولي یا یې بند کړی دی ترڅو هغه لانجمن فلم څوک ونشي کتلی؛ چې د اسلام پیغمبر ته په کې سپکاوی شوی دی.
د روسیې د مخابراتو وزیر نیکولای نیکیفوروف په ټویټرکې په یوه بیان کې ویلي؛ چې روسیه ښایي د نومبر د میاشتې له لومړۍ نیټې چې له زیان رسونکو معلوماتو څخه د ماشومانو د خوندي توب لپاره نوی قانون عملي بڼه غوره کوي؛ یوټیوب بند کړي.
ګوګل چې د یوټیوب خاوند دی، په مصر، هند، انډونیزیا، لیبیا او مالیزیا کې یې دغه فلم بند کړی. بنګله دیش نن اعلان وکړ، چې یوټیوب یې بند کړی دی.
پاکستان ورته اعلان پرون وکړ.
په افغانستان کې د یوټیوب پاڼه څلور ورځې مخکې بنده شوه.
ګوګل له دې ډډه کړې چې دغه ویډیو سانسورکړي او د بیان د ازادي یادونه یې کړې ده.
د ایران سترمذهبي مشر ایات اله علي خامنه یي پرون وویل، ډیرو لویدیځو هیوادونو چې د نازیانو په پلوي تبلیغاتو او پرځینو نورو ویناو یې محدودیتونه لګولي خو د مسلمانانو د سپکاوي بیان ته یې اجازه ورکړې.