زرګونو مظاهره چیانو پرون د بیروت په شیعه میشتو سیمو کې مظاهره وکړه

زرګونو مظاهره چیانو پرون د بیروت په شیعه میشتو سیمو کې د هغه فلم پرضد مظاهره وکړه، چې د اسلام ستر پیغمبر ته پکې سپکاوی شوی دی.

د حزب اله مشر حسن نصراله په یوه ناببره اقدام کې په عام محضر کې راښکاره شواو مظاهره چیانو ته یې په وینا کې وویل چې ترهغو پورې به د دوې مظاهرې دوام وکړي ترڅو چې دغه فلم له انترنت څخه لیرې شوی نه وي.

هغه د امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړ، چې که دغه جوړ شوی خصوصي فلم په بشپړه توګه ښکاره شي نو به په ټوله نړۍ کې له غچ اخیستونکو خطرناکو عکس العملونو سره مخامخ شي.

د لبنان مظاهرې د نورو په نسبت، چې ټولې اسلامي نړۍ ته غزیدلې، سوله یزې وې.

په پاکستان کې پرون د مظاهرو په ترڅ کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په شخړو کې دوه تنه ووژل شول.

په کابل کې مظاهره چیانو ټایرونو ته اور واچاوه او د امریکا پوځي اډه یې پر ډبرو وویشتله.

په جاکارتا کې سلګونه کسان له پولیسو سره ونښتل او مخکې له دې چې تیت او پرک شي تیلي بمونه یې ګذار کړل.

په ازربایجان کې شاوخوا شل مظاهره چیان، چې د امریکا د سفارت په مخ کې راټول شوي و، ونیول شول.