د ډله يیز امنیت د سازمان پوځي تمرینونه د ارمنستان د پوځي روزنې په میدان کې دوام لري

د ډله يیز امنیت د سازمان د غړو هېوادونو پوځي تمرینونه د ارمنستان د پوځي روزنې په میدان کې دوام لري.

دغه پوځي تمرینونه د روانې سیبتمبر میاشت په ۱۵ نیټه پیل شوي او ټاکل شوې ده چې د همدې میاشت تر ۱۹پورې به روان وي.

د ډله یيز امنیت د سازمان د ۶ غړو هېوادونو شاوخوا دوه زره سرتیري، چې هوايي ځواک او توبچي قوه هم ورسره مل ده په دغو تمرینونو کې ونډه لري.

د ډله ائیز امنیت د سازمان لوی درستیز اناتولي یاکولیف وویل دا پوځی تمرینونه د روسېې په نارامه قفقاز اویا په ازبایجان او ګورجستان کې روانو حالاتو پورې کوم تړا نه لري.

ازربایجان او ګورجستان په ۱۹۹۹ کې د ‌ډله ائیز امنیت له سازمان څخه ووتل.