تر اوسه د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د نجونو ښوونځي نشته یا ډېر لږ دي له بلې خوا ځينې افغانان تر نن ورځې د ناوړه دود دستور له مخې نجونې په ښوونځي کې نه اچوي یا یې په نیمه کې له ښوونځي راباسي حال دا چې د اسلام له نظره تعلیم کول او پوهه حاصلول د نر او ښځې لپاره یو ډول لازم شوی دی.
سره له دې چې تعلیم کول د اسلامي باورونو له مخې په هر مسلمان فرض دی، له حقوقي پلوه هم تعلیم کول د هر انسان بشري حق دی چې په مرسته یې کولای شي ځان له اقتصادي، اجتماعي، جسمي او رواني پلوه بسیا کړي او خپل ځان او کورنۍ ته ښه ژوند برابر کړي.
بېسوادۍ ګڼې ښځې په کورني ژوند کې وخت په وخت له کړاوونو سره مخ کړي دي د.