د بلخ خبریالانو په افغانستان کې د رسنیو د کارونو د حالت په اړه اندېښنه ښوولې

د بلخ ولایت لسګونو خبریالانو نن په یوه غونډه کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د کارونو د حالت په اړه اندېښنه ښوولې.

په بلخ کې د افغانستان د خبریالانو د ټولنې یو غړی قیوم بابک په پکتیا او فاریاب کې د چارواکو له خوا د خبریالانو د وهلو پیښو ته په اشاره وايي، چې خبریالان یوازې د وسله والو مخالفینو تر ګواښ لاندې نه دي، بلکې افغان چارواکي یې هم ګواښي.

دغو خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور پر وزیر سید مخدوم رهین هم انتقاد کړی، چي په وروستیو کي یې دوه شخصي ټلویزیونونه بېله دلیله لوی څارنوالۍ ته ورپیژندلي.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې پخوا ویلي، چي د سبا او ستاره ټلویزیونونو داسي انځورونه خپاره کړي، چي د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف وه.