په کابل کې نن لسګونه کسان د امریکا په ضد مظاهره وکړه

نن د کابل په ختیځه څنډه کې سلګونو کسانو په امریکا کې د هغه جوړ شوي فلم پرضد مظاهره وکړه، چې د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی په کې شوی.

د ازادۍ راډیو خبریال له سیمي وايي، چې دغه مظاهره په تاوتریخوالي واوښته او د ناټو ځواکونو د اکمالاتو د یوه خصوصي شرکت یو شمېر کانټینرونه یې وسوځول.

د کابل امنیتي چاوراکي وايي، چې په دې مظاهره کې یو شمېر پولیس هم ژوبل شوي.

د دې ترڅنګ له کاپیسا څخه راپورونه وايي، چې د البیروني پوهنتون سلګونو کسانو محصلینو هم مظاهره پیل کړې او لا هم روانه ده.