پر کونړ بیا هم د پاکستانه لسګونو توغندي ویشتل شوي

د کونړ چارواکي وایي، چې تیره شپه یو وار بیا هم د پاکستان له خاورې د دغه ولایت ځیني سیمي په لسګونو توغندیو ویشتل شوي.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه دانګام ولسوالۍ ته 35 راکټونه راغورځول شوي، چې مرګ ژوبله نه لري.

له تیرو څه باندې پنځو میاشتو راهیسي د کونړ او ځینو نور ختیځو ولایتونو یو شمېر سیمي تر 5000 زرو په ډیرو راکټونو ویشتل شوي.

خو د خلکو انتقاد دا دی، چې د دغو راکټي حملو د بندولو لپاره د افغان حکومت کوښښونو تر اوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.