د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، چې له کورونو څخه د ښځو د تښتېدلو یوه دوسیه هم باید محاکمو ته ونه لیږل شي.
حبیب الله غالب، چې پرون د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسیون ور غوښتی وو، وویل چې بېله اخلاقي جرمه له کورونو څخه د ښځو تښتېدل د هېواد په قوانینو کې جرم نه ګنل کیږي.
“د قانون له مخې له کوره تښتېدل جرم نه دی، خو دا د پولیسو او څارنوال تیروتنه ده، چې دوسیې تر دې سرلیک لاندې تیاروي، په دې نوم باید یوه دوسیه هم جوړه نه شي او موږ هم باید له کوره د تیښتي دوسیې جرم ونه بولو.”
دې کمېسیون ته د ښځو چارو وزیره هم ورغوښتل سوې، دې هم له کورونو څخه د ښځو د تښتېدو په تور د هغوی بندي کول د افغان میرمنو یوه لویه ستونزه وبلله.