ایساف: په لغمان کې د وړمې شپې په یوه حمله کې ملکي کسان وژل شوي

ایساف ځواکونو ومنله، چې په لغمان ولایت کې یې د وړمې شپې په یوه حمله کې ملکي کسان وژل شوي دي.

ایساف ځواکونو په دې اړه په یوه خبرپانه کې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

چارواکي وايي، وړمه شپه بهرنیو ځواکونو د لغمان په الینګار دره کې په یوه حمله کې اته تنه ښځې وژلي او پنځه نورې یې ټپياني کړي دي.

ولسمشر حامد کرزي د پيښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی.