د میانمار د نوبل د جایزې ګټونکې او د سیاسي اپوزیسون مشره اونګ سان سوچي پرون له یانګون څخه د امریکا متحدو ایالتونو ته روانه شوه. تمه ده، چې نوموړې به په امريکا کې په خپل هېواد کې د ډيموکراتيکو اصلاحاتو پر پرمختګ خبرې وکړي.
وروسته له هغې چې د ۲۰۱۰ م کال په نومبر کې اووه شپیته کلنه اونګ سان سوچي له نظربندۍ خوشې شوه، دا يې له میانمار څخه بهر د نوموړې دریېم سفر دی.
سوچي په ۱۹۹۱ م کال کې په خپل هیواد کې د ډیموکراسۍ لپاره د هلو ځلو له کبله د نوبل د سولې جایزه وګټله . وروسته له هغې چې نوموړې له ۱۵ کلنې نظر بندۍ څخه خوشې شوه په سیاسي ډګر کې يې کار پیل کړی او د اپریل په انتخاباتو کې یې د پارلمان څوکۍ ګټلې ده .