د امریکا د سفیر د وژلو په اړه لیبیا او امریکا بیلابیلې څرګندونې کړي

لیبیا او د امریکا متحدو ایالتونو پرون د بنغازي د تیرې اوونۍ د برید په اړه، چې په کې په لیبیا کې د امریکا سفیر ووژل شو، بیلابیلې څرګندونې کړي دي.

د لیبیا د کانګرس مشر محمد المقریف (Muhammad al-Megaryef) ویلي، دا وژنه د بنسټپالو له خوا چې ډير یې بهرنیان دې له مخه پلان شوې وه او ورسره د القاعده ځینو سیمه يیزو خواخوږو او ملاتړو مرسته کړې وه.

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس د یکشنبې په ورځ وویل، داسې نه ښکاري، چې دا برید دې د سیپټمبر د یوولسمې نیټې د بریدونو له کالیزې سره په قصدي توګه پر یوه وخت برابر شوی وي .

د رایس په وینا هغه شواهد چې تر اوسه راټول شوي ښيي چې د سخت دریځو ځینو ځانګړو ډلو په بن غازي کې مظاهره یرغمل کړې او درنې وسلې یې کارولي دي .

رایس ویلي دا تر اوسه معلومه نه ده چې د سخت دریځو دې ډلو د القاعده شبکې سره تړاو درلود کې د نورو تروریستي ډلو سره تړلې وې.