د ایران یوه اسلامي بنیاد د سلمان رشدي پرسر د اعلان شوي جایزې اندازه لوړه کړه

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران یوه اسلامي بنیاد د برتانوي لیکوال سلمان رشدي پرسر د اعلان شوې جایزې اندازه لوړه کړې.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې له ۲،۸ میلیونو څخه ۳،۳ میلیونه ډالرو ته د دې جایزې د لوړولو پرېکړه په دې وروستیو کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد(ص) په اړه د هغه فلم په ځواب کې شوې چې خپرولو یې په ټوله اسلامي نړۍ کې اعتراضونه راوپارول.

د دې اسلامي بنیاد د مشر حسن صانعي له قوله په راپورونو کې ویل شوي؛ چې بنیاد به یې دا جایزه هر هغه چاته ورکړي چې د شیطاني آیتونو د کتاب لیکوال سلمان رشدي، د ایران د پخواني روحاني مشر آیت الله خمیني د ۱۹۸۹ کال له فتوا سره سم ووژني.