په ترکيه کې چارواکي وايي، مشکوک کردي بېلتون غوښتونکو پرون څلور ترکي سرتېري وژلي او څلور تنه نور په هغه بريد کې ټپيان کړي چې د ايران او عراق پولې ته څېرمه يې پر يوه پوځي کاروان کړى دى.
د ترکيې په جنوبي ولايت حکاري کې د ولايت دفتر ويلي؛ د ترکيې د کارګر غيرقانوني ګوند سخت دريځو پر پوځي کاروان د بريد لپاره له ليرې کنټرولېدونکي بمونه کارولي دي.
د ترکيې وسلوالو ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کې د پراخو پوځي عملياتو په بهير کې تر ٨٠ زيات کردي سخت دريځي وژلي دي.
دغه عمليات د کارګر ګوند يا PKK پر مرکزونو شوي چې له پليو پوځيانو او هوايي ځواک څخه په کې استفاده شوې ده.