په زرګونو مظاهره چيان پرون د روسيې په مرکز مسکو کې راغونډ شول چې د ولسمشر ولاديمير پوتين په وړاندې او د حکومت له خوا پر زياتېدونکو فشارونو د خپل مخالفت ږغ پورته کړي.
دا په تېر درېيو مياشتو کې د ”مليونونو د لاريون“ په نامه لومړى اعتراض و، چې ليبرالان، ملتپالان، کيڼ اړخي او د همجنسبازانو فعالان په کې برخه لري.
د الکسي ناوالنې (Aleksei Navalny) په نامه يوه فعال او بلاګر دغه اعتراضي حرکت د عادي روسانو لپاره يوه ډېره شخصي مبارزه وګڼله او له اعتراض کوونکو يې وغوښتل چې د عدالت لپاره له خپلې مبارزې تر شا نه شي.
د پرېوالوف په نامه يوه بل ګډنوال د ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل وويل، ولسمشر پوتين ملت انقلاب ته مجبوروي:
”زه بېره لرم چې دا خلک يعنې پوتين او ډله يې په سادګۍ سره ملت د انقلاب او وينې تويېدنې خوا ته ټېل وهي“
دغه اعتراض تر ډېره سوله ييز و چې شا و خوا ٧٠٠٠ پوليس افسران ورته ګمارل شوي وو.