لخضر براهیمي نن د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل

د سوریې دولتي تلویزیون وایي، نړیوال منځګړې لخضر براهیمي نن له جمهور رییس بشار الاسد سره وکتل.

له کومې ورځې چې براهیمي د کوفي عنان پر ځای، سوریې ته د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد د استازې په دندې ټاکل شوی، دا یې له اسد سره لومړنۍ کتنه وه او په دې هېواد کې د اتلس میاشتنیو شخړو د ختمولو په هلو ځلو یې خبرې وکړې.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي، د جمعې په ورځ په سوریې کط ۱۶۰ تنه وژل شوي دي.