د غزني په پرونۍ ترافیکي پېښه کې د کندهار ۵ تنه سیمه ییز خبریالان وژل شوي دي

د کندهار ولایت خبریالان وايي، د غزني په پرونۍ ترافيکې پیښه کې چې درې پنځوس کسان په کې ووژل شول؛ د کندهار ولایت پنځه سیمه ییز خبریالان هم وژل شوې دي.

تیره ورځ د غزني ولایت د دواب ولسوالۍ د شینډنډ په سیمه کې یو مسافروړونکی بس موټر د تیلو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ.

د "نی" ساحوي دفتر مسوول "عبدالسمیع غیرت مل" نن ازادي راډیو ته وویل؛ چې په وژل شوو کې دوه ښځینه او درې نارینه خبریالان شامل دي.

د کابل - کندهار پر لويه لار وخت ناوخت ټرافيکي پېښې کېږي؛ چې چارواکي يې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي.