د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ استازی لخضر براهیمي د خپلې دندې له منلو وروسته پرون سوریې ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې دمشق ته ورسېد.
نوموړی د ملګروملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان پرځای په دې دنده ګومارل شوی دی. کوفي عنان د سوریې د بحران پرسر په امنیت شورا کې د اختلافونو له وجې په تېره اګست میاشت کې له خپلې دندې لاس واخیست.
له دې مخکې د سوریې حکومت ویلي وو، چې لخضر براهیمي به نن ماښام د بهرنیو چارو له وزیر ولیدالمعلم سره په دمشق کې وګوري.
د سوریې د بهرنیو چاروو زارت دا نه و ویلي، چې آیا براهیمي به له ولسمشر بشارالاسد سره هم وګوري کنه.
د بشاراسد د رژیم مخالف فعالان وايي، په سوریه کې د تېرو اتلسو میاشتو بحران په ترڅ کې له ۲۷ زرو زیات کسان وژل شوي دي.