د شپيلۍ غږ به ښايي چا ته کوچیان او خیمې وریاد کړي او څوک به ښايي زما غوندې د وړیو بوی حس کړي او هغه شپون به یې سترګو ته لر او بر شي، چې رمه یې ایله کړې او خپله کرار په یوه ژۍ ناست شپيلۍ وهي.
نن یو داسې شپيلۍ غږوونکی در پيژنم، چې نه شپون دی او نه یې رمه شته، خو پر شپيلۍ یې نڅيدونکې ګوتې داسې یو زړه وړونکی ساز جوړوي، چې هم سوز لري او هم خوند.