پکتیکا کې نن له غرمې مخکې په یو شخصي تراکتور د ماین چاودنه شوې

د پکتیکا امینتي مسوولین وایي، چې نن له غرمې مخکې په یو شخصي تراکتور د ماین چاودنه شوې، چې شپږ تنه سپاره ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنیې قوماندان دولت ځدران ازادۍ راډیو ته وویل، چې پیښه کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تراکتور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

هغه وویل، چې په سیمه کې پولیسو پلټنې پیل کړي، څو د ماین خښوونکي پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

تر اوسه د دې پیښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.