هغه فلم جوړونکی، چې د اسلام ضد فلم له امله یې د امریکا پر سفارتونو بریدونه وشول، پټ شوی دی

هغه فلم جوړونکی، چې د اسلام ضد فلم له امله یې په مصر او لیبیا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونه وشول، پټ شوی دی،د فلم ډایرکټر سام باسل تری تم دی.

په لیبیا کې د امریکا سفیر کرسټوفر سټیفین او درې نور امریکایي دیپلوماتان هغه وخت پرون په بنغازي کې ووژل شول، چې د دې فلم له امله قهریدلي کسانو د امریکا پر قونسلګرۍ برید وکړ.

د امریکا د سفیر د وژلو د پیښې په اړه د لیبیا د کورنیو چارو مرستیال وزیر ونیس الشریف په بن غازي کې رویټرز اژانس ته وویل:

«هغه د سفارت دننه د لګیدلی اور د لوګي له امله وژل شوی او یو تن په ډزو وژل شوی. شاوخوا اووه دیرش کسان داسې ځای ته انتقال شول چې موږ ګومان کاوه دوی خوندي دي، بیا وضعیت له کنټروله بهر شو او سفارت وسوځیده. په داسې حال کې امنیتي تدابیر ډیر لږ و او د سهار تر پنځو بجو امنیت همداسې و.»

مظاهره کوونکو همدا راز په مصر کې د امریکا پر سفارت حمله وکړه، خو هلته یې مرګ ژوبله وانه ړوله.

باسیل، چې په کالیفورنیا کې د کورونو لارښود دفتر لري، وایي چې دی د اسراییل یهود دی او دا فلم یې د دې لپاره جوړ کړی دی چې د ده په وینا اسلام سرطان ته ورته دی. په دې فلم کې د حضرت پیغمر سپکاوی شوی دی.

د فلم جوړونکی باسل وایي، چې کوم کسان چې وژل شوې دي پر هغوی خواشینی دی.