بوسنیا پنځه ویشت تنه نیولې دي، پولیس وایي له کورنۍ جګړې وروسته چې د نولس سوه دوه نویم او پنځه نویم کلونو ترمنځ وشوه، دا د تنظیم شویو پیچلو جنایتونو تر ټولو سخت ځپل دي.
د بوسنیا د ملي تحقیقاتو د ادارې مشر پرون وویل، د پولیسو عملیات د جنایي تنظیم شویو پیښو د مخنیوي لپاره په هېواد کې پیل شوې دي.
پر جنایي ډلو شک کیږي، چې د نشه يي موادو کاروبار کوي، غیر قانوني پیسې په بازار کې سپینوي او د پولیسو افسران وژني، همدا راز له واکه ناوړه ګټه اخلي.
په دې عملیاتو کې شاوخوا څلورسوه پولیسو برخه واخیسته، چې په دیرشو سیمو کې ترسره شول.