جرمني د اروپا د دائیمې ژغورنې د بودجې په شوې غوښتنه رد کړه

د جرمني د اساسي قانون محکمې نن هغه غوښتنه رد کړه، چې وایي، د اروپاد دائیمې ژغورنې د بودجې مخه دي ونیسي.

د محکمې په دې پریکړې سره به د جرمني جمهور رئیس یوخیم ګاوک ته لار هواره شي، چې د اروپا د ثبات میکانیزم لاسلیک کړي.

د اروپا د ثبات په میکانیزم کې د ایرو ساحې د اولسو(۱۷) غړیو هېوادونو لپاره د مالي ضمانت د نوي دائیمې بودجې په مقصد، ۵۰۰ میلیارده ایرو بېلې شوي دې.

د جرمني د اساسي قانون د محکمي حکم به دغه راز د اروپا مرکزي بانک ته د مالي ضمانتونو د پیرلو د پالیسۍ مثبته علامه وي.

دا بانک غواړي، د هسپانیې او ایټالیا په څېر پور اخیستونکو هېوادونو ته د پورونو نرخونه ټیټ کړي.

په عین حال کې اروپایي کمیسیون نن وویل، د اروپا مرکزي بانک ته باید صلاحیت ورکړل شي، چې د ایرو ساحې په ټولو بانکونو څار ولري.

جرمني استدلال کوي او وایي، اروپایي بانک باید یوازې په سترو بانکونو څار وکړي.