پاکستان د لشکرجنګوي بنسټ پالې سنې ډلې مشر ملک اسحق له بنده خوشې کړ

پاکستان د سې شنبې په ورځ د لشکر جنګوي بنسټ پالې سنې ډلې مشر وروسته له هغې خوشې کړ، چې یوې محکمې یي ضمانت ومانه.

مدافع وکیل عارف محمود رعنا وایي، د لشکر جنګوي ډلې مشر ملک اسحق د لاهور ښار له یوه زندان څخه خوشې شوی دی.

نوموړی د اګست په ۱۹ هغه مهال نیول شوی و، چې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ د فرقه یي شخړو د زیاتولو لپاره یی وینا وکړه.

ملک اسحق د یو شمېر قتلونو په دوسیو کې هم ښکیل دی، په ده باندی تور دی چې په ۲۰۰۹ کال کې یي په لاهور کې د سریلانکا د کریکټ په ټيم باندې د حملې پلان جوړ کړی و. په دې پیښې کې یو شمېر لوبغاړي ټپيان او اته تنه پاکستانیان وژل شوې وو.

ویل کیږي، چې لشکر جنګوي ډله له القاعده شبکې سره تړاو لري او په پاکستان کې تر ټولو سرسخته بنسټپاله سنې ډله ده.

په دې ډلې دغه راز تور دی، چې په سلونو شیعه ګان یي وژلي دي.