د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو د ۱۱ مې کلیزې په مناسب یوې اعلامیې کې ویلي، دې حملو په متحده ایالاتو کې په زرونو کسان ووژل، د افغانستان خلک چې د تروریزم قرباینان دي له هر چا زیات د امریکایانو په درد او کړاو پوهیږي.
جمهور رئیس کرزي دغه راز ویلي، افغانان چې په وطن کې د نړېوالو تروریستانو له شخړو، ظلمونو، وینو توئیدو او جګړو څخه سخت ستړې وو، په خپل ویاړلې تاریخ کې یي د لومړي ځل لپاره بهرنیو ځواکونو ته په ورین تندي ښه راغلاست ووایه.
خو د تروریزم پرضد جګړه لکه څنګه چې اعلان شوې وه هسې پر مخ نه ولاړه.
د تروریزم اصلي منابع، د روزنې او ملاتړ مرکزونه، چې د افغانستان له پولي بهر دي په بشپړ ډول له پامه غورځیدلې او چاره یي نه ده شوې.
د دې پرځای د افغانستان کلي او بانډې یو ځل بیا د بې رحمانه جګړې ډګرونه شول او خلکو ته یي جبران نه کیدونکي بشري او مالي زیانونه ورسول.