راپورونه وایي، د لیبیا په ختیځ ښار بن غازي کې د امریکا په قونسلګرۍ باندې د توغندیو د سې شنبې د ورځې په حملې کې، په وژل شویو څلوروکسانو کې په لیبیا کې د امریکا د متحده ایالاتو سفېر کریستوفر سټیفن هم شامل دی.
امریکایي او لیبیایي چارواکي وایي، وسله والو کسانو د سې شنبې په ورځ ناوخته د امریکا په قونسلګرۍ حمله وکړه، ودانۍ ته یي اور واچاوه او بیخې سوځیدلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د دې وزارت د یوه مامور وژنه تائید کړې ده.
د امریکا د سوځیدلي قونسلګرۍ ودانۍ ته نږدې اوسیدونکي وایي، حمله د هغه فلم پر ضد د خلکو د احساساتو په نتیجه کې شوې، چې د اسلام ستر پیغمبر ته په کې سپکاوی شوی دی.
د فلم د جوړیدو د ځای په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي، خو ویل کیږي چې په متحده ایالاتو کې جوړ شوي دي، د بنغازي یو اوسیدونکی وایي:
“لیبایان نه غواړي چې څوک یي د پیغمبر محمد (ص) په اړه بد ووایي. هغه اسامه بن لادن نه دی. هغه بل څوک نه دی بلکه ، زمونږ پیغمبر دی”.
د سه شنبې په ورځ بنسټ پالو مسلمانانو هم په قاهرې کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفارت بهر ددغه فلم پر ضد اعتراض کړی و.