ایساف ځواکونو نن تایید کړه، چې په لغمان کې د وسله والو مخالفینو دوه هغه قومندانان وژل شوي؛ چې پر فرانسوي عسکرو یې یوه مرګونې حمله تنظیم کړې وه.
ایساف په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل، چې ملا حضرت او شاکر د یکشنبې په ورځ د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې ووژل شول.
ایساف وايي، دوی په ۲۰۰۸ کال له نورو حملو سربیره د کابل د ختیځ په څلویښت کیلومتري کې په یوې داسې حملې کې لاس درلود؛ چې څو فرانسوي عسکر په کې وژل شوي و او یوویشت نور ټپيان شوي وو.
آیساف ویلي، ملا حضرت اوس مهال په علشنګ ولسوالۍ کې د طالبانو مشري پر غاړه لرله.
وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.