امریکایان د سپتمبر د یوولسمې پېښې یوولسمه کلیزه لمانځي

نن په زرګونو امریکایان د نیویارک ښار په هغې سیمه کې، چې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز جګې ودانۍ ولاړې وې، د سپټمبر د یولسمې نیټې په حملو کې د خپلو وژل شویو عزیزانو د ماتم مراسم پرځای کوي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما مخکې له دې، چې نن په دفاع وزارت کې په دې مراسمو کې د ګډون لپاره ورشي، په سپینه ماڼۍ کې هم د قربانیانو په یاد نور جلا مراسم جوړوي.

د ولسمشر مرستیال جو بایډن به د پنسل وانیا په هغه سیمه کې ځانګړې مراسم ترسره کړي، چې دریمه تښتول شوي الوتکه په کې د تښتوونکو په خلاف د مسافرینو د پاڅون له کبله نسکوره شوې وه.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا پرون د سپټمبر د یولسمې نیټې په درشل کې ژمنه وکړه، چې امریکا به د ترورزم په وړاندې بیداره وي او هر هغه څوک، چې امریکا ته د زیان اړولو هڅه وکړي، د هغې بیه به پرې کوي:

"موږ نن دلته راټول شوي یو، څو د سپټمبر په یولسمه نیټه له وژل شویو کسانو او ټولو امریکایانو سره خپله ژمنه تکرار کړو، چې موږ به تل د ترورزم د ګواښونو په وړاندې بیداره یو.

هر هغه څوک، چې په امریکا حمله وکړي سزا به ویني."


په امریکا د سپټمبر د یولسمې نیټې له ترورستي حملو وروسته د القاعده د مشر اسامه بن لادن په ګډون، چې تیر کال په پاکستان کې په خپل پټن ځای کې ووژل شو، زیاتره جګپوړي غړي یی له منځه یوړل شول.

بل لور ته د القاعده اوسني مشر ایمن الظواهري دا تایید کړې، چې مرستیال یی ابو یحیی ال لیبي په پاکستان کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

خو که له یوې خوا د القاعده د غړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالې راغلې له بل لوري د هغو امریکایانو شمېرهم زیات شوې، چې د سپټمبر د یولسمې نیټې له حملې وروسته مړه شوي.

په امریکا کې د چاپیریال ساتنې ملي انسټیټیوټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تیرو یولسو کلونو کې د هغې ککړې هوا له کبله، چې د دې حملو په پایله کې رامنځ ته شوې شاوخوا زر کسان مړه شوي.

له دې سربیره په هغو پوځي عملیاتو کې، چې د سپټمبر د یولسمې نیټې له حملو وروسته په افغانستان کې پیل شوي شاوخوا دوه زره امریکایی عسکر وژل شوي.

اوس مهال اوه اویا زره امریکایی عسکر په دې جګړه کې ښکیل دي.