د افغان مواي تاي لوبغاړو بریالیتوبونه

د افغانستان د مواي تاي د ملي فدراسیون فني مرستیال او یو نړیوال داور چې په نړیوالو سیالیو کې یې د میدان منځني داور په توګه ښه کار وکړ او د لوبو د داورانو او تر سره کونکې کمیټې پام یې ځانته واړاوو .

د 2012 کال د مواي تاي په نړیوالو لوبو کې علي صدیقي د افغانستان یو بل مواي تاي ملي لوبغاړی دی چې په یوې سختې لوبه کې یې د کاناډا لوبغاړي ته ماته ورکړه .

د افغانستان د مواي تاي ملي لوبغاړی محمدجعفر حسیني چې د روسیې په 2012 کال نړیوالو لوبو کې یې خپل جاپانی سیال مات کړ .

له افغانستان څخه د  مواي تاي یو نړیوال لوبغاړی استاد محمد اسحاق سلطاني د میدان د څنګ یو فعاله داور او د روسیې د نړیوالو لوبو د میدان دننه داور دی .

د افغانستان د مواي تاي د ملي فدراسیون سر روزونکی استاد محمد عیسی احمدي چې په 2010 کال کې یې د آسیا په سیالیو کې د غوره داور لقب تر لاسه کړ . د ایران په نړیوالو لوبو کې یې په 2012 کال چې 54 هیوادونو پکې برخه اخیسته وه په پایلوبه کې ښه داوري وکړه . او د 2012 کال د روسیې په نړیوالو لوبو کې هم د ستر لوبڅار په توګه ټاکل شوی دی .