ولسي جرګې ته دکاندید وزیرانو او د ملي امنیت کاندید رییس تګ وځنډول شو

د وکیلانو ترمنځ اختلاف د دې سبب شو، چې نن درې کاندید وزیران او د ملي امنیت کاندید رییس د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې حاضر نه شي.

د افغانستان ارګ ماڼۍ تیره اونۍ مجتبی پتنګ د کورنیو چارو؛ بسم الله محمد د دفاع، حاجي دین محمد د قومونو، قبایلو او سرحدونو وزارتونو او اسد الله خالد د ملي امنیت د عمومي ریاست لپاره ونومول.

نن د پارلماني چارو د وزارت مسوولینو غوښتل، چې دوی ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ور پيژني خو وکیلانو اجازه ور نه کړه او ویې ویل؛ د قانون له مخې باید د جمهور رییس یو مرستیال نوي کاندید وزیران د ولسي جرګې عمومي غونډې ته حاضر کړي.