د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د اکراین د دفاع له وزیر دیمیتري سلاماتین سره وکتل.
د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ چې کرزي د اکراین د دفاع له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پرمسلې خبرې وکړې او د اکراین معتبرو تحصیلي موسسو ته په پام سره له ښاغلي سلاماتین څخه یې وغوښتل؛ چې اکراین دې افغان ځوانانو ته په ملکي او پوځي برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
خبرپاڼه وایي، د اکراین د دفاع وزیر وویل، هېواد یې چمتو دی چې افغانانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي او هم یې افغان ولسمشر ته بلنه ورکړه چې په یوه مناسب وخت کې له دې هېواد څخه کتنه وکړي.