خوست کې د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ جسد یې تر لاسه شوی، چې څلور مرمۍ پرې لګیدلي

د خوست امنیتي مسئولین وایې، چې د یوې ۱۹ کلنې انجلۍ جسد یې تر لاسه کړی چې پر سر او مخ یې څلور مرمۍ لګیدلي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ یو کشفي مسئول چې نوم یې نه دی ښودلی د ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې نجلۍ جسد یې د خوست ښار د لوړ پوړو ودانیو له سیمې تر لاسه کړی.

نوموړي زیاته کړه، چې مړی عدلي طب ته استول شوی او د عدلي طب مسئولینو ویلي، چې پر دې نجلۍ لومړی جنسي تجاوز شوی او بیا وژل شوې ده .

د خوست د ښځو د چارو مسئوله خاور امیني د دې انجلۍ وژنه تائیدوي او وایې چې سږ کال د تیر کال په پرتله پدې ولایت کې د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی.