د کردانو یوې روشن فکرې ډلې یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې په ایران کې د کردانو د خپلواکۍ لپاره د یو نظر پوښتنې غوښتنه شوې.
د دې اعلامیي لاسلیکوونکي، چې له هېواده بهر اوسیږي وایي، چې په ایران کې د ځپونکو اقدامات د دوام په صورت کې د کردانو لپاره ژوند نور امکان نه لري.
دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوې، چې په ایران کې د کردانو څو ګوندونو یوه موافقه لاسلیک کړه، چې په ایران کې د کردانو د خپلواکۍ لپاره به یوه نظر پوښتنه کوي.
که څه هم دوي په دې اړه نور وضاحت نه دې ورکړې.
د ایران د پارلمان غړو بیا له دې اقدام سره مخالفت څرګند کړې او ویلي، چې دا به د ایران د ویش سبب شي.
په ایران کې د کردانو ټولنه، چې له شپږو نه تر اوو میلیونو ترمنځ دي د ایران حکومت تل د دوي په وړاندې په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ډګر کې په بې عدالتۍ تورن کړې دې.