روسیه: ناټو د جنوبي قفقاز په سیمه کې له وروستیو پیښو څه نه دي زده کړي

د روسیی د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې ناټو د جنوبي قفقاز په سیمه کې له وروستیو پیښو څه نه دي زده کړي.

د دې وزارت یو چارواکي الکسندر لوکاشې ویچ د سپمټبر په شپږمه د ناټو د عمومي منشي اندرز فوغ راسموسن د هغې وینا په وړاندې یي غبرګون ښودلو، چې تبليسي ته یې د سفر په مهال کړې وې.

په دې وینا کې راسموسن ویلي وو، چې د ګورجستان راتلونکې کور په ناټو سازمان کې دې.

لوکاشي ویچ خبریالانو ته وویل، مسکو په دې باور دې، چې د ناټو په سازمان کې د ګورجستان د غړیتوب په اړه خبرې د سیمې له امنیت سره کومه مرسته نه کوي او د ګورجستان مشران د سیمې سیاسي واقیعتونو د نه پیژندګلوۍ لپاره د خپلو ارادو پاللو ته هڅوي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د روسیی او ګورجستان ترمنځ له جګړې وروسته مسکو د ګورجستان جلا شوې سیمې جنوبي اوسیتیا او ابخازیه په رسمیت وپیژندلې.