د راپورونو له مخې د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پاڅون کوونکو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په نننۍ نښته کې وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیا د ولایتي شورا ریس ښایسته جان احدي وایي، چې په دې پاڅون کې اته تنه سیمه ایز وسله وال وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، چې د پاڅون نن سهار پیل شوی او د اریوب ځاځیو ولسوالۍ له یو شمېر سیمو څخه یې وسلوال مخالفین شړلي دي.
وسلوالو طالبانو دغه پاڅون رد کړی، د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، په سیمه کې یوې ډلې چې ده د دولت اربکیان وبلل له طالبانو سره جګړه کړې.
پخوا هم د غزني په اندړو ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې خلکو د وسلوالو مخالفینو پر ضد پاڅونونه کړي دي.