په ګردیزکې نننۍ چاودنې یو تن ملکي وګړی مړ او درې تنه يي ټپیان کړل



د پکتیا په مرکز ګردیز کې نن سهار یوه چاودنه وشوه، چې په کې یو تن ملکي وګړی مړ او درې تنه ټپیان شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون ازادۍ راډیو ته وویل، چې چاودنه په بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د چاودلو له امله رامنځته شوه.

د دې پيښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. ندی منلی.

د یو بل خبر له مخې د پکتیا چارواکي وايي، چې د دې ولایت په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون کړی.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون وايي، پاڅون نن سهار پیل شوی او د اریوب ځاځیو ولسوالۍ له یو شمېر سیمو څخه یې وسلوال مخالفین شړلي دي.

نوموړی وايي، خلکو وروسته له هغې د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ، چې دوی د ظهورالدین په نوم دیني عالم وواژه.

وسلوالو طالبانو دغه پاڅون رد کړی. ددې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، په سیمه کې یوې ډلې چې ده د دولت اربکیان وبلل له طالبانو سره جګړه کړې.

تر دې مخکې د غزني د اندړو ولسوالۍ په ګډون په ځینو نورو سیمو کې هم د وسلوالو مخالفینو پر ضد خلکو پاڅونونه کړي دي.