د سوريې په حلب ښار کې د موټر بم چاودنې لږ تر لږه ١٧ کسان وژلي

د سوريې دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په ستر ښار حلب کې د موټر بم چاودنې لږ تر لږه ١٧ کسان وژلي او ٤٠ تنه نور ټپيان کړي دي.

په ټلويزيون کې د اور وژنې موټرونه ښکارېدل، چې د اور د مړه کولو او د ژغورنې کارکوونکو له ويجاړيو د خلکو د ژغورنې هڅه کوله.

لا چا د دې بريد مسووليت نه دى منلى. دولتي خبري اژانس سنا تروريستان تورن کړي او دا هغه اصطلاح ده چې رژيم يې ياغيانو ته کاروي.

د درې مليونه نفوس لرونکي حلب لپاره جګړه، چې يو مهال د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ مهم سنګر بلل کېده د رژيم او مخالف لوري لپاره ستونزمنه ده.

د سوريې په شمال کې د ترکيې پولې ته څېرمه د دې ښار له لاسه تلل به مخالف لوري ته يوه ستره ستراتيژيکه بريا وي.