په عراق کې د یکشنبې په ورځ یوې محکمې تښتېدلى مرستیال ولسمشر طارق الهاشمي چې د وژونکو ډلو مشري کوي د مرګ په سزا محکوم کړ. هغه ته په غیاب کې په دار د ځړولو یا اعدام سزا واورول شوه.
د هاشمي سکرټر او زوم احمد قحطان هم په دې دوسیه کې په مرګ محکوم شوی.
په محاکمې کې د هاشمي او د ده د ساتونکو پر ضد په ۱۵۰ تورونو کې یوازې د یوه پرېکړه اورول شوې ده. پر ده تور دی چې یو وکیل او یو ډګر جنرال یې وژلي وو.
هاشمي سني دی او وايي، چې شیعه اکثریت لرونکو واکمنو له پلوه دا پيل شوې دوسیې سیاسي بڼه لري.
هاشمي د عراق خپلواکې کردستان سیمې ته تښتېدلی و او هلته چارواکو له دې انکار وکړ چې دی فډرالي حکومت ته وسپاري.
تر هغې وروسته دې چارواکو دی په یوه سفر کې قطر او سعودي عربستان ته هم استولی و. راپورونه وايي، د اپرېل له میاشتې راهیسې هاشمي په ترکیه کې اوسي.