الجزیره تلویزيون: انټرنیټي غلو په یوه اوونۍ کې دویم ځل د دوي پر انټرنیټي نظام حمله کړې

الجزیره تلویزيون ویلي، انټرنیټي غلو په یوه اوونۍ کې دویم ځل د دوي پر انټرنیټي نظام حمله کړې ده.

دا تلویزيون چې له قطر څخه خپرونې کوي وايي، چې انټرنیټي غلو د دوي د موبایل ټیليفون خبري سروېس هدف ګرځولی او د سوریې په اړه ناسم خبرونه خپروي.

دمشق پلوي ډلې، چې د سوریې برېښنايي پوځ نومېږي، پر ټوېټر یې سمدستي د یکشنبې د ورځې د انټرنیټي حملې مسووليت ومانه.

په هغو ناکره موبایلي خبرونو کې چې استول شوي، یو دا هم دی چې د قطر صدر اعظم له قاتلانه حملې روغ وتلی دی.

انټرنیټي غلو تېره اوونۍ، د الجزیرې پر ويبپاڼه یو سوریه پلوې بیانیه هم خپره کړې وه.

قطر د سوريي د رژیم سخت مخالف او د یاغیانو لوی ملاتړی دی.