د مالي پوځ وايي، هغه مهال یې په یوه موټر کې ۱۶ کسان ووژل چې د دیابالي په وړوکي ښار کې د تالاشۍ یوې پوستې ته ونه دریدل. دا ښار د هېواد په مرکزي سیګو سیمه کې پروت دی.
ویل کېږي، په وژل شویو کې ځینې د دعوه په نوم د محافظه کارې فرقې تبلیغیان ول. په دوی کې ځیني د مورتانیا او ځینې د مالي وګړي دي.
دا کسان په یوه غونډه کې د ګډون لپاره پلازمېنې باماکو ته روان ول.
تر دې مخکې رپورټونو ویلي ول، چې لږ تر لږه ۱۱ سخت دریځه اسلامپالي وژل شوي دي.
حکومت وايي، د دې پېښې پلټنې کوي. د دعوه فرقه اصلاً په پاکستان کې پیدا شوې وه او په لومړي ځل په ۱۹۹۰مه لسیزه کې په مالي ته هم خپره شوه.