د ميدان وردک ولايت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره ورځ د ميدان وردګو او باميانو پر لويه لار له يو موټر څخه پېنځه تنه عام وګړي کښته کړي او په ډزو يې وژلي دي.
د چارواکو په خبره وژل شوي کسان ولسي خلک دي.
د ميدان وردک د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، چې وسله والو طالبانو دغه پېنځه کسه مسافر په ملاخېلو سيمه کې له موټره کښته کړي وو، چې وروسته يې جسدونه په کوټ عشيرو سيمه کې وموندل شول.
که څه هم دولتي چارواکي د مسافرو وژل د وسله والو طالبانو کار بولې خو يادې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.