په فراه کې د یوه توغندي د لګیدو او دوو پرله پسې چاونو له امله نږدې شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والي ویاند عبدالرحمان ژوندي آزادي راډیو ته وویل؛ چې نن له غرمې مخکې لومړی یو توغندی د ولایت پر ودانۍ ولګید او وروسته دوه پرله پسې چاودنې وشوې.
د فراه د عامې روغتیا رییس ډاکټرعبدالجبار شایق آزادي راډیو ته وویل؛ چې په دې پیښوکې اولس تنه ټپیان شوي او یو ماشوم وژل شوی دی.
ده څرګنده کړه، چې په ټپیانو کې شپږ تنه پولیس هم شامل دي.
د دې حملو مسوولیت د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدی منلی او ادعا یې کړې؛ چې یوولس تنه پولیس په کې وژل شوي، خو دا ادعا د فراه د چارواکو له خوا رد شوې ده.