په کابل ښار کې نن له غرمې مخکې د کابل ښار یوې مهمې مرکزي ساحې کې ځان وژونکې حمله وشوه.
په شش درک سیمه کې د حملې ساحه د ایساف له قومنداني، د امریکا سفارت او د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ سره نږدې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په حملې کې شپږ ملکي کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي.
کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین په سیمه کې خبریالانو ته وویل، داسې ښکاري چې ځان وژونکي د ۱۳ او ۱۶ کلونو تر منځ عمر درلود او چاودیدونکي موادو یې په یوه بیګ کې راوړي وو.
وسله والو طالبانو چې د حملې مسوولیت یې پرغاړه اخیستی ادعا کړې، حمله د یوه اته ویشت کلن کس په وسیله شوې او د امریکا پنځه استخباراتي مامورین په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
چارواکو د دوی ادعا رد کړې.