د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لافروف وایي، په ایران او سوریې باندي د امریکا د متحده ایالاتو بندیزونه د روسیې سوداګریزو ګټو ته زیان رسوي.
لافروف زیاته کړه، تر ټولو زیات د روسیې بانکونه زیانمن شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، روسیه په دي باورده چې په سوریې کی د وینو تویېدو د مخنیوي لپاره به د سوریې په حکومت باندې بندیزونه کار ورنکړي.
ایران خپل اټمې پروګرام نه بندوي او له همدې له امله ملګرو ملتونو ورباندې بندیزونه لګولي دي.
سرګې لافروف د روسیې په لیرې ختیځ ښار "ولادي واسټاک" کې د آسیا- پاسفیک د اقتصادي همکارۍ د مشریزې غونډې په څنګ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلنټن سره له کتنې وروسته دا څزګندونې وکړې.